د لاس رسي وړ اتصالات

اېټالېا - د دوشنبی په ورځ په زلزله کی مړو شمر ۲۶۰ ته ورسېده


د اېټالېا حکومتی مقامات واېې چه د دوشنبی په ورځپه زلزله کی مړو شمر دوه سوه شپېتو ته نن ورسېده.

د زلزلی نه وروسته دجټکو او ټکانونوپه نتېجه کی ېو شمېر ودانئ چه مخکی خرابی شوی رالوېدلی دی.

ډېر خلک په خېمو کی اوسېږی ځکه چه د زلزلی د نورو ټکانونو نه وېرېږی. دا سخته زلزله د اېټالېاد لاکېولا پهښار وشوه.

فعلا په ټول ښار کی د نجات او ژغورنی عمله زېار باسی چه د راولېدلو ودانېو د خاور خزلو نه مړی او زخمېان را وباسی.

صدر اعظم بارلوسکونی واېې چه ډڅو ورځو پوری به د نجات عملېات دوام ولری. د کاتولېکانو مذهبی پېشوا پاپ بنېډک نن ووېل غواړی چه د مصېبت زپلی سېمی نه زر تر زره لېدنه وکړی.

دابروزو په زلزله زپلی سېمه کی خلک په ډېرهزېاته سړه هوا کی بېرون په خېمو کی پراته دی او ېا په خپلو موټرونو کی شپه کوی.

په دغه غرنئ سېمه کی د اولس زره خلکو لپارهدخېمو شل کمپونه لگېدلی دی، د شاو خوا په هوټلونو کی همډېر مفت اوسېږی.

پرون د نجات او ژغورنی عملی ېوه شل کلنه پېغله او ېوه اته نوي کلنه بوډئ روغ رمټ راوښکدل.

د اېټالېا صدر اعظم واېې غواړی چه په زلزله زپلی سېمو کې د لوټمارانو او غلو د مخنېوی په غرض نن ېو قانون نافذ کړی.

XS
SM
MD
LG