د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما بېرته خپل هېواد ته راستون شو


د امرېکا جمهور رېس براک اوباماخارج ته دخپل لومړي سفر په پای کی بېرته خپل هېواد ته راستون شو.

د سه شنبی په ورځ ښاغلی اوباما نا څاپه عراق ته ولاړ او د بغداد نه بېرون ېې د کمپ وېکټوری ېا دبری د کمپ په نامه د امرېکاېې قواو په ېوه نظامی اډه کی د امرېکا دعسکرو او قوماندانانو سره ولېدل.

په داسی حال کې چه ډېر تود هرکلی ېې وشو، ښاغلي اوباما امرېکاېې عسکرو ته ووېل چه راتلونکی ېو نېم کال به په عراق کی د امرېکاېې قواوو د عملېاتو لپاره ډېر مهم وی.

اوباما ووېل چی اوس ددی وخت رارسېدلی دی چه عراقېان د خپل ملک جاری په خپله سمبال کړی او د امنېت دساتلو مسولېت ېې په غاړه واخلی.

جمهور رېس براک اوباما په عراق کی د امرېکا د پوځ د عمومی قوماندان جنرال رې او ډېرنو، د عراق د صدر اعظم نوری المالکی او جمهور رېس جلال کلبانی سره سره هم خبری وکړی.

د امرېکا جمهور رېس اعلان کړی دی چه غواړی دکال دوه زره لس مېلادی دپای پوری د امرېکاېې عسکرو زېاته برخه د عراق نه وباسی.

XS
SM
MD
LG