د لاس رسي وړ اتصالات

دولس کسان د اردن دسېند په لوېدېزه غاړه کې زخمېان شول


فلسطېنی ډاکتران واېې چه نن دولس کسان د اردن دسېند په لوېدېزه غاړه کې، هغه وخت زخمېان شول چی په ېوه کلی کی تېره هفته د ېو فلسطېنی سړی په لاس دېوه اسراېلی ځوان د قتل نه وروسته د اسراېلېانو او فلسطېنېانو ترمنځ نښتی شروع شوی.

ډاکترانو ووېل چه د اسراېلی عسکرو له خوا دا دولس کسان د بطعېن په کلی کی زخمېان شول.

عسکرو اوښکی بهوونکی گاز استعمال کړل او کوښښ ېې کاوه چه دواړه خواوې ېو دبل نه بېلی کړی.

داسراېلو پوځ نن ووېل چه شخړی او نښتی وروسته دهغې شروع شوی چه اسراېلی ناقلېن دبطعېن دکلی د ېوې تپی په سره راټول شول او په اصطلاح د لمر د برکاتو د لمانځلو مرسم ېې ادا کول.

ېهودېان دغه مراسم د هرو اته وېشتو کلونو په پای کی ېو وار پر ځای کوی.

XS
SM
MD
LG