د پاکستان په جنوب لویدیځ کی په بلواگانو کی د پولیسو په یوه صاحب منصب باندی ډزي وشوې او ووژل سو.
دا بلواگاني د پاکستان د بلوچستان د ایالت د خوزدار په ښارگوټي کی وروسته له هغه شروع سوې چی د درو محلي سیاستمدارانو مړي پیدا سول.
ددرو ملت پالو بلوڅو مړي نن ډ پنجشنبې په ورځ سهار وختي ددې ایالت په یوه بله سیمه کی پیدا سوي دي.
د بلوڅو بیلي بیلي ډلي د کلونو کلونو راهیسي په مبارزه اخته دي چی ددې ایالت په گاز او نورو منابعو باند زیات کنټرول تر لاسه کړی.
په دغو ډلو کی یوه یې د بلوچستان د آزادۍ متحده جبهه نومیږي چی د ملگرو ملتو د یوه امریکایی الاصله مامور جان سالیکي د تښتولو ادعا یې کړې وه.
دغه مامور وروسته خوشي سو. دغي ډلي دغه راز غوښتي دي چی د پاکستان حکومت دی هغه یوولس سوه قومي بلوڅان چی نیولي یې دي ورخوشي کړی.