د لاس رسي وړ اتصالات

صوفي محمد د پاکستان د حکومت سره د سولي په تړون باندی اعتراض کړی دی


هغه ملا چی د صوبه سرحد د سوات په دره کی یې د پاکستان د حکومت سره د سولي یو جنجالي تړون وکړ، اوس وایی چی دی او طرفداران یې ددې سمي نه ددې دپاره وځي چی حکومت په سوات کی اسلامي شریعت نافذ نه کړای سو.

ملا صوفي محمد نن د پنجشنبې په ورځ وویل چی دی او دده ډله د سولي هغه تړون چی هدف یې د حکومت او د طالبانو د طرفدارو تندروانو تر منځ ددښمنیو او نښتو ختمیدل دي، نه ردوي.

مگر هغه وویل چی دوی به په سوات کی خپل د سولي کمپونه بند کړی.

صوفي محمد دا شکایت وکړ چی د پاکستان جمهوررئیس آصف علی زرداري تر اوسه لا دغه تړون چی دوې میاشتي مخکی موافقه پر وشوه، نه دی لاسلیک کړی چی په سیمه کی اسلامي شریعت نافذ کړای سی.

هغه وویل چی که اوس بیا تشدد او جنگ جگړې پېښي شی نو مسئولیت به یې د فیډرالي حکومت په غاړه وی.

XS
SM
MD
LG