د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه کې مشکوک پاکستاني ترهگر ونیول شول


د برتانیې د ترهگرئ ضد یو عالي رتبه چارواکی وروسته له هغه له خپل کار نه برطرفه شوی چې سهواً یې د ځینو عملیاتو په اړه له ټاکلې وخت مخکې معلومات افشا کړي و.

له همدې آمله، د مشکوکو عناصرو د نیولو لپاره عملیات له وخت نه مخکې تر سره شول.

په رڼا ورځ دغو عملیاتو کې د لیورپول او مانچسټر په ښارونو کې له شل کلنو نه نیولې تر څلویښت کلونو پورې تر لسو زیات کسان ونیول شول.

په نیول شویو کسانو کې لس تنه هغه پاکستانیان دي چې د تحصیل په ویزو باندې برتانیې ته تللي دي.

د برتانیې د تروریزم ضد پولیسو یو مهم مشر نن له کاره لرې شو. هغه د د مشکوکو ترهگرو پر یوه مرکز باندې د پولیسو د چپاو په اړه معلومات افشا کړي وو.

د برتانیې د شمال لویدیځ په دغو عملیاتو کې تر لسو زیات کسان نیول شوي او د تروریزم سره د ارتباط په تور ورڅخه تحقیقات روان دي.

د سکاټلنډ یارډ مرستیال باب کویک په لندن کې ددې لپاره د صدراعظم دفتر ته روان و چې د امنیتي پلانونو په اړه راپور ورکړي. په لاره کې د هغه تصویرونه اخیستل شوي وو. په دغو تصویرونو کې واضح ښکاري چې د هغه په لاس کې داسې اسناد دي چې د پلان شویو عملیاتو جزیات څرگندوي.

د لیورپول د جان مورز په پوهنتون کې خاص عملیات وو او له پخوانیو نه یې توپیر درلود. د پوهنتون په یوه کتابتون کې محصلین ددغو عملیاتو په لیدو حیران شوي وو. یو محصل چې دغه صحنه یې په خپلو سترگو لیدلې ده.

"لومړنی غږ چې موږ واورېد، هغه یو اعلان وو، ویل یې ټول کسان دې له میزونو ولاړ شي او مرکزي کوټه ته ننوځي او له کړکیو دې لرې اوسي. ټول خلک حیران وو چې څه خبره ده. موږ کړکۍ ته وکتل. پولیس وسلې ورسره وې او دوه کسان یې نیولي وو چې لاسونه یې شاته تړلي وو".

ددغو دوو نیول شویو مشکوکو کسانو له جملې نه یو بیرته خوشې شو.

که څه هم دغه عملیات د خپل معینه وخت نه مخکې تر سره شول، د برتانیې د قانون د حاکمیت عالي رتبه مشر د کورني امنیت وزیر جکويي سمیت هغه په سلگونو افسران وستایل چې په دغو مهمو عملیاتو کې یې برخه واخیسته.

"که څه هم دا د پولیسو دا د امنیتي چارواکو او پولیسو د عملیاتي مسئولیتونو یوه برخه وه، ما او صدراعظم دواړه وخت په وخت د ټولو حالاتو نه خبر کړل شوو. موږ په ملک کې د تروریزم له جدي خطر سره مخامخ یو خو قوي پولیس او امنیتي پرسونل لرو او د دوی بامسئولیته کار موږ له خطر نه ژغورلي یو".

دوی د برتانیې د تروریزم ضد قانون له مخې نیول شوي دي.

پولیس دا نه وايي، چې ولې یې دا عملیات تر سره کړل خو یوازې همدومره یې څرگنده کړې چې دغه عملیات د استخباراتي راپورونو پر اساس شوي دي.

د برتانیې حکومت دا وخت په ملک کې د تروریزم خطر ډیر جدی بللی دی.

XS
SM
MD
LG