د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا به په هغو مذاکراتو کې گډون وکړی چې د اېران د اټومی پروگرام په سرکېږی


د نېوېارک ټاېمز بله مقاله لېکی چې امرېکا به په هغو مذاکراتوکې گډون وکړی چې داېران داټومی پروگرام په سرکېږی.

د چارشنبی په ورځ داوباما ادارې ووېل چې امرېکا به له هغوشپږ قدرتونو سره چې له اېران سره داټومی پروگرام په سر مذاکرات کوی، په دې پېل وکړي چې په منظمه توگه په مذاکراتوکې برخه واخلی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې دا فېصله په هغو لوری باندی ېوقدم پرمختگ بلل کېږی، چې جمهور رئېس اوباما وعده کړی وه چې له اېران سره به مستقېمی اړېکی پېل کاندی.

له د ېنه وروسته هغوی اېران ته دنوېو مذاکراتو لپاره وبلل شول. په دغومذاکراتو کی به برتانېه، فرانسه، جرمنی، روسېه او چېن شامل وی.

دا بلنه له دې سره مصادفه ده چې داېران جمهور رئېس محمود احمدی نژاد د امرېکا په برخه کې په بې سارې توگه د پخلاېنی اظهارات اوڅرگندونی وکړی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې احمدی نژاد ووېل چې حکومت د اوباما له داراې سره د خبرو هرکلی کوی خو په دې شرط چې د امرېکا په پالېسی کې بدلون صادقانه وی.

د بش ادارې په هغو خبروکې گډون نه کاوه چې اوروپاېې هېوادونو له تهران سره کولی. تېرکال ېې په نه زړه باندی ېو دېپلومات د خبرو ېوه پړاو ته ولېږه خو هغه خبری هم بې نتېجی پاېته ورسېدلی.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکی د اوباما اداره کوشش کوی چې اېران ته دا څرگنده کړی چې دوی ورسره مستقېمی خبری غواړی.

په دې لړ کې ښاغلی اوباما داېران دنوی کال په مناسبت ېوه وېډېو خپره کړه او په هغې کې ېې د اېران خلکو ته مبارکی ووېله. دری اونی مخکی د رېچرد هالبروک او عالی رتبه اېرانی دېپلومات ترمنځ داسی ملاقات وشو چې مخکی ترمخکی ېې پلان نه وجوړ شوی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې په همدی لړکې، د امرېکا خارجه وزېرې هېلری کلنټن ووېل چې له اېران سره په ډېر احتېاط باندی په ېو لړ مساېلو باندی چې زموږ ورسره علاقه موجوده ده او دنړېوالو دعلاقی وړ هم دی، د مذاکراتو کول مناسبه خبره ده.

هغی ووېل چې تردې بل هېڅ شی مهم ندی چې دا کوشش وشی چې اېران په دې قانع کړی شی چې داټومی وسلو د دلاسته راوړلو په برخه کې خپل کوششونه بند کاندی.

XS
SM
MD
LG