د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام آباد کې د امنیت نوی خبرداری


نن د جمعې په ورځ د پاکستان په پایتخت اسلام آباد کی د نوو حملو د گواښونو په وجه خلکو ته خبر داری ورکړه سوی دی.

په پاکستان کی د امریکا سفارت په یوه بیانیه کی ویلي دي چی د امنیتي ملحوظاتو په وجه یې د اسلام آباد په دفتر کی د قونسلگرۍ عادي چاري معطلي کړي دي.

په بیانیه کی امریکا یی اتباعو ته ویل شوي دي چی د احتیاط نه کار واخلي او د عامو غونډو او مظاهرو ځایونو ته نه ورځي.

دغه سفارت وویل چی عاجلي مرستی به چمتو کړی. سفارت دا هم وویل چی په لاهور، کراچي او پېښور کی د امریکا قونسلگرۍ خلاصي دي.

دولتي مطبوعات وایی چی په ښوونځیو کی امنیت ټینگ شوی دی او پولیسان گزمې کوي.د فرانسې خبري آژانس د پولیسو د یوه لوړ رتبه مامور له قوله وایي چی « زیات خطر موجود دی.»

په پاکستان کی زیاتره په صوبه سرحد کی یاغیان ډیري حملې کوی. مگر په دې وروستیو وختو کی ځان مرگو په اسلام آباد کی هم په پولیسو باندی حملې کړي دي.

XS
SM
MD
LG