د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه: پاکستان باید د ترهگرئ ضد اقدامات سخت کړي


د برتانیې صدراعظم وروسته له هغه پر پاکستان غږ وکړ چې خپل د تروریزم ضد هلې ځلې تقویه کړي چې په هغه ملک کې ١٢ مشکوک ترهگر ونیول شول.

صدراعظم گورډن براون وویل، د چهارشنبې په ورځ یې په ملک کې د ترهگرئ یوه لویه دسیسه کشف شوه. نږدې ١٢ تنه مشکوک کسان ونیول شول.

له شل کلونو نه تر ۴٠ کلونو پرې له دغه نیول شویو کسانو نه تحقیقات روان دي. په دوی کې ١١ تنه هغه پاکستانیان دي چې د تحصیل په ویزو باندې برتانیې ته تللي دي.

صدراعظم براون وویل، پاکستان ته په کار دي چې د تروریزم پر ضد خپله جگړه قوي کړي.

"په ډیره زیاته پیمانه موږ لیدلي چې ترهگر له پاکستان او برتانیې سره ارتباط لري. زه به په دې اړه له جمهور رئیس زرداري سره خبرې کوم. موږ غواړو د تروریزم پر ضد د پاکستان او برتانیې همکاري زیاته شي. د تیرو څو کلونو پیښو دا خبره ښودلې چې پاکستان ته په کار دي چې په خپله خاوره کې د ترهگرو د له منځه وړلو لپاره فعالیت زیات کړي".

خو په برتانیې کې د پاکستان سفیر واجد شمس الحسن وايي، پاکستان خپل پوره کوښښ کړی. دی وايي، دا د برتانیې مسئولیت دی چې خپل کوښښ زیات کړي.

"موږ دا کار کوو، هره ورځ پر خلکو حملې کوو. خلک نیسو. موږ مشکوک کسان چې هر چیري یې پیدا کړو، نیسو یې".

د برتانیې په شمال لویدیځ کې د استخباراتي پولیسو عملیات دوام لري. مطبوعات وايي، د مانچسټر په ښار کې نږدې ١۴ دوکانونه او د شپې یو نڅا ځای ددغو عملیاتو هدف دی.

خو پولیس، ددغو عملیاتو د جزیاتو له څرگندولو نه ډډه کوي. یوه ورځ مخکې د برتانیې د ترهگرئ ضد پولیسو یو عالي رتبه مشر له دې آمله له خپلې دندې برطرفه شو چې سهواً یې ددغو عملیاتو جزیات څرگند کړي وو.

XS
SM
MD
LG