د لاس رسي وړ اتصالات

ماویست یاغیانو هند کې ١٥ پولیس ووژل


هندي پولیس وايي، ماویست یاغیانو د ملک په ختیځ د دړکند په آیالت کې پنځه پولیس وژلي او درې نور یې زخمي کړي دي.

دا حمله له هغه څو ساعته وړاندې وشوه چې تمه کیده، د هند د حاکم کانگرس گوند مشره، سونیا گاندي په دغه آیالت کې د خپلې انتخاباتي مبارزې یوې غونډې ته وینا وکړي.

د جمعې په ورځ هم ماویست یاغیانو د ملک په مرکزي سیمه کې ١٠ پولیس وژلي وو.

پرون پولیسو وویل، د چتیسگر د آیالت په ډنتیواډا کې یاغیانو پر پولیسو حمله وکړه. په جگړه کې لږ تر لږه درې ماویست یاغیان هم ووژل شول.

په هند کې ماویست یاغیان وايي، د بې وزلو او بې جایداده خلکو د حقوقو لپاره مبارزه کوي. د ماویستانو په دغه مبارزه کې چې لسگونه کلونه کیږي چې روانه ده، په زرهاوو خلک وژل شوي دي.

د هند صدراعظم من موهن سنگ وايي، ماویست یاغیانو د ملک داخلي امنیت ته تر ټولو ستر خطر پیښ کړی دی.

له بلې خوا، په هندي کشمیر کې یوه عالي رتبه بیلتون غوښتونکي مشر په ستراتیژئ کې بدلون اعلان کړی او وايي، د ملک په پارلماني انتخاباتو کې برخه اخلي.

د جمو کشمیر د خلکو د خلکو د کنفرانس رئیس سجاد غني لون لومړنی بیلتون غوښتونکی مشر دی چې د ١٩٨٩م کال راهیسې په دولتي مقام ته ځان کاندیدوي.

په هند کې راتلونکې هفته پارلماني انتخابات تر سره کیږي. ځینو جدايي غوښتونکو مشرانو له دغو انتخاباتو سره د مقاطعې غږ کړی دی.

XS
SM
MD
LG