د لاس رسي وړ اتصالات

مک کونل: د افغانستان ټولټاکنې د دي هیواد خلکو ته ډیری مهمی دي


د امریکی د جمهوری خواهانو د گوندیوه پلاوی چی سناتور میچ مک کولی یی مشری کوله، افغانستان ته یی د خپل سفر په ترځ کی په یوی خبری ناسته کی اعلان وکړ چی په افغانستان کی د عادلانه ټول ټاکنو ملاتړ کوی.

د امریکی متحده ایالاتو د جمهوری غوښتونکو د ګوند یوی ډلی سناتورانو په افغانستان کی د عادلانه او شفافو ټولتاکنوله به لاره اجولو سره خپل ملاتړ اعلان کړ.

د جمهوری غوښتونکو د ګوند مشر سناتور میچ مک کونل ددرییو تنو سناتورانو په ملګرتیا افغانستان ته د یکشنبی د ورځی سفر په ترځ کی په یوه خبری ناسته کی دا خبره اعلان کړه چی د افغانستان راتلونکی ټولټاکنی په فعلی شرایطو کی د دی هیواد خلکو ته ډیری مهمی دی او له همدی امله یی دوی کلک ملا تړ کوی.

همدا رنګه ښاغلی مک کونل وویل چی په هغو هیوادونو کی چی دیموکراسی نوی تجربه کیری د دوهم ځل ټولټاکنی تر لومړی ځل څخه ډیری ارزښت ناکی وی.

د امریکا متحده ایالاتو د جمهوری غوښتونکو سناتورانو دغه پلاوی په کابل کی له ښاغلی انور الحق احدی، ښاغلی اشرف غنی احمدزی او ډاکتر عبدالله عبدالله سره ولیدل او د راتلونکو ټولټاکنو په باب یی سره خبری اتری وکړی.

او همدا رنګه ټاکل شوی چی ښاغلی میچ مک کونل له خپل ملګری پلاوی سره په ګډه د افغانستان جمهور ریس ښاغلی حامد کرزی سره هم وګوری.

بل پلو، د افغانستان چارواکی وایی چی افغانی او اییتلافی قواوو د شنبی په ورځ د افغانستان په جنوب کی ٢٢ یاغی طالبان وژلی دی.

په داسی حال کی چی د امریکایی قواوو چارواکو په ځانگړی توگه رپوټ ورکړی او وایی چی په همدی سیمی کی د افغانستان او اییتلافی قواوو څلور تنه یاغیان وژلی دی.

د امریکا د پوځ په خبرلیک کی راغلی چی د هغوی په قواوو باندیپه داسی حال کی د ډوپکو او راکټونو حملهوشوه چید زابل په ولایت کی یی گزمه کوله.

چارواکی وایی چی نړیوالو قواوو له هغه وروسته چی حمله پری وشوه د هوایی قواوو ملاتړ وغوښت.

دوی دغه راز وایی چی د اییتلاف د قواوو هیڅوک نه دی زخمی شوی.

XS
SM
MD
LG