د لاس رسي وړ اتصالات

د ولایتی شورا یوه غړی په کندهار کی ووژل شوه


یو افغان چارواکی وایی چی د ولایتی شورا یوه غړینن په کندهار کی ویشتل شوی او وژل شوی ده.

د ولایتی شورا ریس احمد ولی کرزی وایی چی ستاره اچکزی د کار نه د کور په لور روانه وه چی د نا معلومو وسله والو لخوا وویشتل شوه او ووژل شوه.

د طالبانو یوه نطاق قاری یوسف احمدی د دی حملی مسولیت په غاړه اخیستی دی.

ستاره اچکزی د ښځو د حقوقو یوه مبارزه وه.

وسله والو طالبانو تیر کال هم د پولیسو یوه ښځینه جگ پوړی صاحب منصبه ملالی کاکړ په گولی وویشته او ویی وژله.

بل پلو د افغانستان چارواکی وایی چی افغانی او اییتلافی قواوو د شنبی په ورځ د افغانستان په جنوب کی ٢٢ یاغی طالبان وژلی دی.

په داسی حال کی چی د امریکایی قواوو چارواکو په ځانگړی توگه رپوټ ورکړی او وایی چی په همدی سیمی کی د افغانستان او اییتلافی قواوو څلور تنه یاغیان وژلی دی.

د امریکا د پوځ په خبرلیک کی راغلی چی د هغوی په قواوو باندیپه داسی حال کی د ډوپکو او راکټونو حملهوشوه چید زابل په ولایت کی یی گزمه کوله.

چارواکی وایی چی نړیوالو قواوو له هغه وروسته چی حمله پری وشوه د هوایی قواوو ملاتړ وغوښت.

دوی دغه راز وایی چی د اییتلاف د قواوو هیڅوک نه دی زخمی شوی.

XS
SM
MD
LG