د لاس رسي وړ اتصالات

احمدی نژاد: د افغانستان لپاره د امریکا نوی ستراتیژی غلطه ده


د ایران جمهور ریس محمود احمدی نژاد وایی چی د افغانستان لپاره د امریکا نوی ستراتیژی غلطه ده او زیاتوی چی تهران غواړی د هغه په قول په دغه پالیسی کی د بدلون په راوستو کی مرسته وکړی.

ښاغلی احمدی نژاد وویل چی د زیات شمیر عسکرو موجودیت د حل لاره نه ده.

هغه د جرمنۍ مجلی دیر شپیگل سره په مرکی کی دغه خبری وکړی.

د امریکا جمهور ریس براک اوباما په دی وروستیو وختونو کی د افغانستان په اړه خپله پالیسی اعلان کړه چی په هغه کی افغانستان ته د زرگونو نورو عسکرو استول شامل دی.

د القاعدی او نورو ترورستی گروپونوځپل پکی تر ټولو لومړنی او مهمموضوعات راغلی دی.

ښاغلی اوباما همدغه راز د ایران په شمولپه سیمه کی د نورو ملکونو د همکاری کولو غږ کړی دی.

ښاغلی احمدی نژاد ویلی چی د افغانستان نه د امریکایی عسکرو وتل یو د هغو لارو نه ده چی کیدای شی هلته وضع ښه شی.

XS
SM
MD
LG