د لاس رسي وړ اتصالات

په کنړ کې شپږ ملکېان په هواېې بمباری کې ووژل شول


د افغانستان هغه کلېوال چې د پاکستان سرحد سره نېژدی پراته دي واېې چې د خارجی قواوله خوانه د شپې په ېوه چپاو کې لږ تر لږه شپږ کسان چې ماشومان هم پکی وو، ووژل شول.

په همدې چپاو کې لږ تر لږه لس کسان زخمی شول. د افغانستان ځاېې چارواکی او هغه کسان چې دا پېښه ېې په سترگو لېدلی ده واېې چې د کونړ ولاېت د وټه پور په اولسوالۍ کې هواېې قواو په ملکی کسانو باندی بمباری وکړله.

د ناټو چارواکی واېې چې ددغې بمباری هدف د جگړه مارانو هغه ډله وه چې شمېر به د څلور او شپږ و په شاو خواکې و. چارواکی واېې چې دوی به دملکېانو د مرگ درپوټونو په باب تحقېقات وکړی.

تېره اونۍ د امرېکا او افغانستان قواو څلور تنه ملکېان په ختېځ افغانستان کې د عملېاتو په ترڅ کې ووژل.

د امرېکا برېد جنرال ماېکل رېان د ملکېانو په مرگ د خواشېنی څرگندونه وکړه او وې وېل چې دهغوی کورنېو ته به تاوان ورکړی.

رپوټ واېې چې د ملکېانو مرگ ژوبله په هغو عملېاتو کې چې هدف ېې د ېاغی طالبان وی، د افغانستان د حکومت او امرېکا او ناټو د قواو ترمنځ د تشنج او خړپړ تېا ستر عامل دی.

XS
SM
MD
LG