د لاس رسي وړ اتصالات

طالب وسله والو په نیمروز کی یو ځوان هلک او نجلې وژلي دي


د افغانستان چارواکی واېې چې طآلب ټوپک والاو ېو زلمی هلک او ېوه ځوانه نجلۍ چې غوښتل ېې له ېوبل سره وتښتی په نېمروز کې وژلی دی.

چارواکی واېې چې افراطی طالبانو ددوشنبی په ورځ هغه زلمی هلک او ځوانه نجلۍ دنېمروز په ولاېت کې څو ډزه ووېشتل.

ېوه ځاېې چارواکی ووېل چې په عام محضر کې دغه راز اعدام کېدل ترهغی فېصلی وروسته وشول چې د ولاېت دېنی مشرانو پرېکړه وکړه چې هغوی دې ووژل شی.

هغوی دواړه له خپل کورنه تښتېدلی ول خوطآلبانو پېدا کړل، او دهغوی دا پلان چې له ېو له بل سره واده وکړي هغه ېې غېر اخلاقې عمل وباله.

رپوټ واېې چې د افغانستان لېرې سېمی د پردی ترشا حکومتونو په واسطه اداره کېږی. په دغه راز ځاېونوکې د افراطېانو مشران د حکومت د چارواکېو په توگه عمل کوی او خپلی محکمی لری.

رپوټ واېې چې دمحافظه کارو طالبانو تحرېک پر افغانستان باندی له ١٩٩٦ مېلادی کال نه تر ٢٠٠١ پورې حکومت وکړ او ډېرسخت قوانېن وضع کړل چې دهغوپربنا مجردو نارېنه اوښځو له ېوبل سره د خبرو کولو او ېا په عامو ځاېونو کې د ملاقات اجازه نلرله.

بل پلو، د افغانستان د جمهوری ریاست ویاند همایون حمید زاده نن په کابل کې خبریالانوته وویل چې حکومت په هیواد کې د ترهگرۍ ضدپوځي عملیاتو په ترڅ کې د ملکي خلکو د وژنې په اړه سخت اندیښمن دی.

هغه وویل چې بهرني ځواکونه باید خپل ټول پوځي عملیات د افغانستان د حکومت سره په همغږۍ سرته ورسوي او پدې اړوند د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو یو گډ کمیسون هم په کار گمارل شوی دی.

ویاند وویل چې حکومت د هغو مخالفو طالبانو سره مذاکره کوي چې د افغانستان اساسي قانون مني.

نوموړي د شیعه گانو د شخصي احوال د قانون په اړه وویل چې حکومت هڅه کوي د اسلامي اصولو او اساسي قانون په رڼا کې یاد شوي قانون ته یوه د حل لاره راوباسي.

ښاغلي حمید زاده په پای کې په هیواد کې د خوراکي موادو د بیو لوړیدو ته په اشارې وویل چې د کابینې راتلونکې غونډهپه همدې اجنډا پیل کیږي.

XS
SM
MD
LG