د لاس رسي وړ اتصالات

د اوباما حکومت - له ایران سره د خبرو لپاره نوې طرحه


یو خپور شوی رپوټ وایې د جمهور رئیس بارک اوباما حکومت هڅه کوی چې له ایران سره د خبرو لپاره داسی یوه نوې طرحه وړاندې کړي چې د یورانیمو د غني کولو څخه د لاس اخیستو شرط پکې نه وي.

امریکا هڅه کوي د ایران سره د اتومي پروگرام په سر یې د خبرو لاره هواره کړي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایې واشنگټن او اروپایي متحدین یې په یو پروپوزل کار کوي چې دا به د پخواني جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش د ستراتیژۍ سره زیات توپیر ولري.

بل خبر، د ایران د قضا ویاند نن سه شنبې وویل چې په ایران کې د جاسوسۍ په تور د توقیف شوي امریکایي خبریال محاکمه به نن پیل شي او په اړه به یې پریکړه په څو اونیو کې دننه اعلان شي.

رخشانه صابري چې ایراني الاصله امریکایي ده د جنوري په وروستیو ورځو کې ونیول شوه او پری تور لگول شوی چې په غیر له کومو قانوني اسنادو ژورنالیستي فعالیتونه یې پرمخ وړل.

بله خوا یوه بله امریکایی چې په ورته تور توقیف شوی د قضا د ویاند په وینا چې په درې کاله بند محکوم شوه.

د امریکا خارجه وزارت دا ډول د جاسوسۍ تورونه بی اساسه بللي او د ایران نه یې د میرمن صابري او میرمن هروتونین د خوشې کیدو غوښتنه کړې.

XS
SM
MD
LG