د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکېې پولیسو د کودتا په ارتباط ۲۱ کسه بندیان کړیدی


د ترکې مقاماتو دهغو تحقیقاتو دیوې برخی په حیث چې گمان کیږی دحکومت دراپرزولو چې اسلامی ریښه لری، توطئیه کولیدله ٢١ تنه بندیان کړیدی. دغه وروستی بندی کول دهغو تحقیقاتو یوه برخه ده چې له ډیر پخوانه روان وو.

په دغو تورنو کسانو کې پخوانی نظامی صاحب منصبان، همدغه راز مشهور خبریالان او دپوهنتون یو رئیس شامل دی.

پرون ددوشنبی په ورځ دتحقیقاتو په نتیجه کې دوروستی بندیکیدو اعلانونه کول چې زیات ټینگار ئې په سیکولرد ایرجینکل افراطی نیشنالستی ډلی باندی چې څارنوالان وائې، دوی ددغې توطئېه ترشادی.

پرون ددوشنبی په ورځ سهار وختی په اتلسو ښارونو کې ددغو کسانو په نیولو پیل وشو.

په نیول شوو کسانو کې د پوهنتون یو رئیس هم دی او د تلویزیون په یو سټیشن باندی چې دی څښتن دی، او دحکومت کلک مخالف دی حمله وشوه.

دنورو ډیرو کسانو کورونه تلاشی شول. په دغو کسانو کې شپږاویاکلنه پروفیسره تورکان سائلان ده. دا دهغې ټولنې مؤسسه ده چې دښځو او جنکو دژوند دښه کولو لپاره فعالیت کوی.

سائلان چې کمزوری معلومیده دغه حمله چې دهیواد په مطبوعاتو شویده، وغندله: "موږ٢٩ زره دپوهنتون محصلینو او د٣٦ زره دښونځیو جنکو ته سکالرشپونه ورکوو. هغه میز چې ددوی سوانح پکی وی هغه ئې له ځان سره یووړ. هغه څوک چې دخپلو ډیموکراتیکوحقوقو نه کاراخلی ، هغوی ته پدی هیواد کې سزا ورکول کیږی."

دغه بندیکول او دکورونو تالاشی تقریبآ ددو کالو دتحقیقاتو نتیجه ده چې دهغې توطئېه په باره کې کیدل چې حکومتراوپرزوی چې اسلامی ریښه لری.

په دغو تحقیقاتو کې څه دپاسهپه دوسوو تنو تورلگیدلی دی.

مقامات وائې، دوی زیاته اندازه وسلی هم نیولی دی چې څارنوالان ادعاکوی چې دا ددغې توطئیه یوه برخه ده. برسیره پرنورو کسانو چې اوس محاکمه کیږی دوه پخوانی نظامی جنرالان، مشهوره ژورنالستان او دپوهنتواستادان دی.

مگر په داسی حال کې چېدحکومت دځینو انتقاد کوونکو په شمول دبندی کیدولړی روانه ده، اندیښنی زیاتیږی. دحکومت دواړه مخالف گوندونه وروستی بندیکول غندی او وائې، دغه تحقیقات دحکومت دانتقاد کوونکو په خلاف دی. حکومت دغه تورونه ردوی.

څارونکی وائې، دایرجینکان پیښه په هیواد کې په هغه ژور اختلاف باندی سرباری ده چې د حکومت دمخالفینو او د پلویانو ترمنځ پیدا شویدی. په یوه اندازه سره دغه اوسنی بندیکیدو تههرکلی ویل شوی او مخالفت ئې شویدی.

XS
SM
MD
LG