د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د امریکا بې قید او شرط مرسته غواړي


پاکستاني مقاماتو د دوشنبې په ورځ یوه امریکايي سناتور ته چې اسلام آباد ته ورغلی و، وویل چې د امریکا هغو مرستو ته باید قید او شرط وضع نشي چې پاکستان ته ورکول کیږي.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني په داسې حال کې دا خبرې کوي چې د امریکا سناتور جان کیري چې پاکستان ته یې سفر کړی، ټینگار کوي چې پاکستان ته باید ملکي مرستې درې چنده زیاتې شي.

د جنوبي آسیا ماهرینو اندېښنه ښودلې چې پاکستان کارونه په وخت نه دي کړي او طالبانو د ملک په ځینو برخو کې او اسلام آباد نه دباندې په لرې پرتو سیمو کې خپلې پنجې ټینگي کړي دي.

افراطیانو د یکشنبې په ورځ پیښور ته نږدې ١٠ اکمالاتي لارۍ وسوزولې. ها خوا په اسلام آباد کې هم وروسته له هغه سخت امنیتي اقدامات اعلان شول چې طالبانو خبرداری ورکړ چې په اونۍ کې به دوه حملې کوي.

په پاکستان کې ناامني په داسې حال کې مخ په زیاتېدو ده چې د اوباما حکومت د خپلې نوې ستراتیژئ له مخې پلان لري، ددغه ملک د امنیت لپاره ډیپلوماتیکې هلې ځلې زیاتي کړي او په ملکي او نظامي برخو کې په میلیاردونو ډالر ولگوي.

په واشنگټن کې د پاکستان سفیر حسین حقاني وايي، له امریکا نه غواړي چې په آینده پنځو کلونو کې له افغانستان او پاکستان لپاره ٣٠ میلیارد ډالره مرسته وکړي.

"ځکه چې دا اشتباه په پنځوسمه، شپیتمه او اویایمه لسیزه کې شوې وه.امریکا د پاکستان د ظرفیت د لوړولو لپاره سرمایه گزاري کړې وه خو د پاکستان د ټولنې له تقویه کولو سره یې مرسته نه ده کړې".

تیره هفته په اسلام آباد کې د امریکا د خاص استازي ریچارډ هالبروک او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي تر منځ په دې جنجال و چې امریکا له پاکستان نه شفافیت او حساب کتاب غواړي.

"موږ یوازې په هغه صورت کې له یو بل سره همکاري کولای شو چې د یو بل احترام وکړو او پر یوه بل اعتماد ولرو".

پاکستان په ښکاره د امریکا د بې پیلوټه الوتکو پر هغو حملو انتقاد کوي چې په دغه ملک کې د افراطیانو پر مرکزونو باندې کیږي. همدارنگه، د امریکا مقاماتو د پاکستان د استخباراتي ادارې په اړه اندېښنه ښودلې چې په قبایلو کې د سخت دریځو ډلو د ملاتړ کولو تاریخچه لري.

په پاکستان کې افراطي عناصر چې ددغه ملک د څلورو نه په درې ایالتونو کې فعال دي، خبرداری وکړی چې ډیر ژر به خپله جگړه اسلام آباد ته وغځوي. ځینې ماهرین وايي، پاکستاني افراطي عناصر هغه تگلاره خپله کړې چې په افغانستان کې طالبان پرې عمل کوي، دا چې دوی کوښښ کوي په لرې پرتو سیمو کې خپل حکومت جوړ کړي.

شجاع نواز دلته په واشنگټن کې د اتلانټیک کونسل د تحقیقاتي ادارې د جنوبي آسیا د برخې مسئول دی.

"د حکومت ظرفیت هومره نه دی چې د خلکو ضرورتونه پوره کړي. او دا کار طالبانو ته ددې زمینه برابروي چې فعالیت وکړي".

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د افراطي عناصرو حملې دوام لري، په واشنگټن کې یوې ډلې ماهرینو چې دوو سناتوران هم پکې دي، خبرداری وکړی چې پاکستان نږدې دی چې په ناکامو حکومتونو کې حساب شي.

د هریټیج د تحقیقاتي ادارې څیړونکې لیزا کرټیس وايي، د پاکستان او امریکا تر منځ عاجلې هماهنگئ ته ضرورت دی.

"دغه ډول یوه حرکت ته عاجل ضرورت دی او باید ناوخته نشي. که نه نو موږ به و وینو چې دغه ملک به نور هم پسې ناامنه شي او بالاخره به له کنترول نه ووځي".

خو تحلیلگر شجاع نواز له دغه نظر سره متفق نه دی.

"زه فکر نه کوم چې دا دې داسې یوه مسابقه وي چې په شپږ میاشتو کې به وگټل شي یاکه عجله ونشي نو طالبان به یې وگټي".

د پاکستان او امریکا مقاماتو په دې وروستیو ورځو کې په پاکستان کې د زیاتېدونکي افراطیت په مخنیوي کې د دواړو ملکونو تر منځ د اعتماد پر زیاتېدو ټینگار کړی دی.

لیزا کرټیس وايي، پاکستان ته پکار دي چې خپل خیالات بدل کړي او د افراطیانو په ځپلو کې پوره همکاري وکړي.

"زه فکر کوم، دا خبرې د ټولو هغو امریکايي مقاماتو په ذهن کې دي چې له دغو مشکلاتو سره مخامخ دي. لومړۍ سوال، آیا موږ کولای شي د پاکستان خیال بدل کړو چې دوی تروریزم خپل ملک ته جدي خطر وگني نه هند. او دوهم سوال دا چې که دا کار ممکن هم وي، نو څومره وخت به ونیسي".

څیړونکي وايي، دا خبره معلومه ده چې اسلام آباد په دې لټه کې دي چې د ملک د پرمختیا او په سیمه کې د تروریستي عناصرو د له منځه وړلولپاره د امریکا دوامداره تعهد یقیني کړي.

XS
SM
MD
LG