د لاس رسي وړ اتصالات

په دوبۍ کې ېوه اوښه د وراثت له حجراتونه تولېد شوېده


په دوبۍ کې ساېنسپوهانو، دنړی اولنی اوښ د بل اوښ له حجراتونه په لابراتوار کې تولېد کړېدی.

ساېنسپوهان واېې چې ېوه ښځېنه کوچنی اوښه د متحده عربی اماراتو د اوښانو د تولېد په مرکز کې تېره چارشنبه تولېد شوه.

هغوی په دغه اوښه باندی د انجاز ېاپرمختگ اولاسته راوړنی نوم اېښی دی. ډاکټر للوسکېډمور واېې چې داتولېد شوی اوښه د ېوې بلې ځوانی اوښی له حجری نه چی په بله اوښه کې کېښودل شوی وه تولېد شوه. په دې باندی ٣٧٨ ورځی ووتلی.

د انجاز کامېابی د پنځوکلونو له تجربو نه وروسته لاسته راغلی ده.

ډاکټر سکېډ مور واېې چې دا کامېابی متحده عربی اماراتوته دا موقع په لاس ورکوی چې د ډېر اعلی نسل داوښانو، قېمت بها حجرات او د وراثت دانتقال حجرات خوندی وساتی.

په دغه اعلی نسل اوښانو کې ځېنی ښی شېدی کوی او ځېنی په منډه کې ډېر تېزوی چې په مسابقو کی ترېنه کار اخېستل کېږی.

رپوټ واېې په نړی کې اولنی حېوان چې دنورو له حجراتونه تولېد شوی هغه د ډالی په نامه پسه و چې په ١٩٩٦ کال کې په سکاتلند کې تولېد شوی و.

رپوټ واېې چې کلونېنگ هغه بهېردی چې په لابراتوار کې د وراثت د حجراتو نه بل مشابه او ورته حېوان تولېد کړی شی.

دا کار په طبېعی ډول هغه وخت ترسره کېږی چې د مشابه نوع نراو ښځه سره ېوځای شی.

XS
SM
MD
LG