د لاس رسي وړ اتصالات

د شمال لویدیځ صوبه سرحد په ایالت کې اسلامي شریعت 'جاري شي'


د پاکستان جمهور رئیس اصف علي زرداري د خپل گوند او نورو وکیلانو تر فشار لاندې یوه نوی مقرره لاس لیک کړه چې د طالبانو سره د سولې د یوې پریکړې پر بنسټ د شمال لویدیځ صوبه سرحد په ایالت کې اسلامي شریعت جاري شي.

د تیرې دوشنبې په ورځ د اصف علي زرداري لاس لیک د اسلامي سخت دریځو لپاره ستر بریالیتوب و چې په سوات کې یې نژدې د دوو کالو راهیسې له خشونت ډکه مبارزه پیل کړې او د نوي قضایي سیستم غوښتنه کوي.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني هم ددې حرکت پلوي کړې. هغه پارلمان ته په وینا کې وویل:

"په سوات کې د نوې مقررې په هکله ټول ملت متفق دی او د جمهور رئیس نه غواړي چې هغه ومني. نو مونږ متعهد یو او ټول ملت به د هغې پلوي وکړي."

په یقین سره چې دا کار به د بشري حقونو فعالین نور هم متاثره کړي، امریکا او د لویدیځ نورو متحدینو ته به دا تشویش ایجاد کړي چې د سوات دره به د افغانستان پولې ته نژدې د ملیشه ډلو په یو پټ ځای بدله شي.

که څه هم د انتقادونو سره به مخامخ شي، خو زرداري ددې کار لپاره سیاسي پلوي خپله کړې او د پاکستان ملي اسامبلې د دوشنبې په ورځ د رائیو په اتفاق یو پریکړه لیک صادر کړ چې د جمهور رئیس څخه یې د نوی مقررې د لاس لیک غوښتنه وکړه.

تر دې دمخه د طالبانو وینا وکیلانو ته گواښ کړې و چې د هغوی سره د موافقې په اړه مخالفت ونه کړي. د زرداري ویانده فرهناز اصفهاني دا تائید کړه چې جمهور رئیس د دوشنبې په شپه مقرره لاس لیک کړه.

زرداري ویلي و چې د طالبانو سره موافقت لیک به تر هغه لاس لیک نه کړي تر څو په سوات کې سوله نه وي ټینگه شوي خو د خپلې دغې خبرې په هکله یې هیڅکله هم واضحت نه دی ورکړی.

د طالبانو سره د سولې پلویان وایي په قانوني سیستم کې بدلون به عدلي چارې گړندۍ کړي د سختو سزاگانو او یا د ښځو د حقونو د محدودیدو سبب به نه شي.

خو انتقاد کوونکي بیا وایي چې دا موافقه هغو سخت دریځو ته تسلیمیدل دي چې د مخالفینو سرغوڅول او د نجونو د ښوونځیو تړل یې د مبارزې جز دی.

د پاکستان د سولې د څیړنو د انستیتوت د امنیتي چارو کارپوه محمد امیر رانا تیره اونۍ په دې اړه وویل:

"طالبانو د نورو سیمو په لور پرمخ ځي، د غیر قبائیلي سیمو په لور هماغمره په شدت پرمخ راوان دي لکه څنگه چې له ٢٠٠٦ کال راهیسې روان دي. نو په دې کې هیڅ شک نشته چې دا یو څرگند تهدید دی."

هغوی چې په سوات کې یې د طالبانو سره د سولې پریکړه ممکنه کړې وایي د پریکړې یو شرط دادی چې طالبان بې وسلې شي.

XS
SM
MD
LG