د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د سولې تړون او د کابل غبرگون


افغانستان واېې چې ددوی امنېت ښاېې د سولی دهغه تړون په واسطه له خطر سره مخامخ شوی وي چې پاکستان له طآلبانو سره کړېدی او په صوبه سرحد کې اسلامی قانون نافذوی.

د افغانستان د جمهوری ریاست نطاق هماېون حمېد زاده ووېل چې دغه تړون د پاکستان او افغانستان ترمنځ خړ پړ روابط نور هم پسی خرابولی شی.

دغه نطآق خبرېالانو ته ووېل چې افغانستان له پاکستان نه داخواهش کوی چې په دې مسله غور وکړی چې دابه په امنېتی چارو او دوه اړخېزو روابطو باندی څه اغېزه ولری.

د پاکستان جمهور رئېس اصف علی زرداری دغه جنجالی تړون، چې په ملکنډ کی به اسلام قانون نافذ کړی، لاسلېک کړ.

د طالبانو طرفدارو افراطېانو وعده کړېده چې په دې توگه به خپل متشدد اعمال او حملی بندی کړی او خپله وسله به په زمکه کېږدی.

رپوټ واېې چې د افغانستان حکومت څو څو ځلې دپاکستان حکومت په دې تورن کړېدی چې امنېتی قواوې ېې له افراطېانو سره مرسته کوی چې له سرحد نه راتېرشی او په افغان قواو او نړېوالو قواوباندی حملی وکړی.

له هغه وخت راهېسی چې امرېکا داېتلاف دقواوپه مرسته طآلبان له قدرت نه وغورځول، په افغانستان کې تشدداومرگ ژوبله کې زېاتوالی راغلی دی.

امرېکا، د پاکستان د سولی د تړون په برخه کې خپلې اندېښنی څرگندی کړېدی. تقرېبا له ېوه کال جنگ نه وروسته اوس سوات چې پخوا دسېلانېانو ځاې و، د طالبانو تر کنترول لاندی دی.

دامرېکا جمهور رئېس براک اوباما په دې نېژدی وخت کې ډېره تازه او غښتلی ستراتېژی اعلان کړه چې د طالبانو د زېاتېدونکی بغاوت سره به څنگه مبارزه کوی.

ښاغلی اوباما واېې چی په دې نوی پلان کې مهم شی دا دی چې هغه افراطېان چې د پاکستان په سرحدی سېموکې اوسېږی او له هماغه ځاې نه عملېات کوی ، مات کړی شی.

XS
SM
MD
LG