د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د امریکا او ناتو نه د ملکي خلکو د وژلو توضیحات غوښتي دي


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي په یوه گډه امنیتي غونډه کې په افغانستان کې د ائتلاف او ناټو د ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال دیوید مکرنن نه د ملکی خلکو د وروستیو وژنو په اړه چې په خوست او کنړ کې شوي، وضاحت غوښتی.

د جمهوري ریاست یوه اعلامیه وایې دا غونډه نن سهار په ارگ کې جوړه شوی وه.

بله خوا په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویلي د هغوئ یو سرتیرې د هیواد په ختیځ کې د چهارشنبې په ورځ په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

نړیوالو ځواکونو د وژل شوي عسکر د هویت او پیښې په هکله زیات جزیات ندي ورکړي.

بل پلو، د کندهار ولایت د پنجوایی ولسوالی د العماره په کلی کی د چهارشنبه په ورځ د پولیسو د ګزمی په یوه عراده موټر د سرک د غاړی چاودنه وشوه، چی د چاودنی له امله دوه پولیس سرتیری وژل شوی او دوه نور زخمیان شوی دی.

په کندهار کی امنیتی چارواکو او د کورنیو چارو د وزارت د خبری اعلامیه په قول په چاودنه کی دوه ښځی چی په لاره روانی وی هم ټپیانی شوی دی.

XS
SM
MD
LG