د لاس رسي وړ اتصالات

"د شیعه گانو د شخصي احوال د قانون په شپیتمه ماده کې باید تعدیل راشي"


په افغانستان کې د ښځو د حقوقو ښځینه مدافعین وایې چې د شیعه گانو د شخصي احوال د قانون په شپیتمه ماده کې تعدیل راشي.

دغو میرمنو چې تیره ورځ یې په کابل کې د خاتم النبیین مدرسې مخی ته په لاریون کولو ونه شو کړې خپل هدف څرگند کړي، نن یې په یو خبري کنفرانس کې وی ویل چې د شخصي احوال جوړ شوی قانون د اسلامي اصولو مطابق نه دی او باید د فقهې د نوو فتواگانو په پام کې نیولو سره تنظیم شي.

میرمن زینب محقق وایې د شخصي احوال قانون د خلکو ضرورت دی خو پدې قانون کې له داسې کلمو څخه استفاده شوی چې انساني کرامت تر پوښتنې لاندې راولي.

د بیلگې په توگه د ماشومانو سره نه مصلحت کول، وروستیو فتوا گانو ته توجه نه کول، مخکې له وخته د واده کولو اجازه ورکول، نورې ورته ستونزې هغه موردونه دی چې افغان ښځو ورته د انتقاد په سترگه کتلي.

XS
SM
MD
LG