د لاس رسي وړ اتصالات

د ستاره اڅکزۍ د قتل په اړه ٢ تنه ونیول شول


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی چی د کندهار د ولایتي شورا د غړي او د ښځو د حقوقو د مدافع ستارې اڅکزۍ د قتل په ارتباط یې دوه تنه نیولي دي.

په هغې باندي د تیري یکشنبې په ورځ ډزي وسوې او یاغي طالبانو وویل چی دا کار دوی کړی دی.

افغان چارواکو ددغو دوو تنو چی نیولي یې دي نومونه دی ذکر کړي او نه یې د هغوی په باب نور معلومات ورکړي دي.

کندهار د یاغي طالبانو پوخ مورچل دی.

د یو بل خبر په اساس، د هلمند لایت په مربوطاتو کی په دوو چاودنو کی د یوه پولیس په ګډون څلور ماین خښ اونکی نن سحر وختی وژل شوی.

په هلمند ولایت کی امنیتی مسوولینو د دی خبر د تایید بر څیره وویل، په د نهرسراج ولسوالی کی په چاودنه کی یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی.

او د نادعلی ولسوالی په خشحالسیمه کی دری ماینخښونکیطالبان په خپل ماین وژل شوی دی.

په افغانستان کی که څه هم چی تقریبا ٧٠ زره خارجي عسکر پراته دي خو په هغه ملک کی د یاغیانو حملې زیاتي سوي دي.

د اوباما حکومت افغانستان ته د ٢١ زره اضافي امریکایی عسکرو او عسکري ښوونکو استول منظور کړي دي چی د یاغیانو د مخ په زیاتیدونکو حملو مخه ونیسی. زیاتره دغه عسکر به د هغه ملک په جنوب کی ځای پر ځای سی.

XS
SM
MD
LG