د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان پاکستان ته یو ملیارډ ډالره مرسته ورکوي


د جاپان صدراعظم تارو آسو وایی چی جاپان به د بسپنه ورکونکو هیوادو په غونډه کی چی د جمعې په ورځ جوړیږي پاکستان ته د یو ملیارډ ډالرو مرستي ورکولو وعده وکړی.

هغه دا اعلان نن د پنجشنبې په ورځ په ټوکیو کی وروسته له هغه وکړ چی د پاکستان د جمهوررئیس آصف علي زرداري سره یې وکتل.

زرداري د همدې غونډي د پاره جاپان ته تللی دی. دا غونډه د جاپان او نړۍ وال بانک له خوا را بلل سوې ده.

پاکستان هیله لري چی د څلور ملیارډ ډالرو نه نیولې تر شپږ ملیارډ ډالرو پوري مرستي تر لاسه کړی چی خپل اقتصاد ثابت وساتي، د اسلامي تندروانو سره جگړه وکړی او خپلي سیاسی مؤسسې په تقویه کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی پرون په ټوکیو کی وویل چی په دې غونډه کی به د مرستو د پیسو نه چی وعده یې کیږي، د پاکستان د اقتصاد په وده کی استفاده وسی.

د پاکستان اقتصادي وده اوس ٢،٥ فیصده ده او ددې مرستو د وررسیدو سره به شپږ یا اووه فیصده ته ورسیږی.

XS
SM
MD
LG