د لاس رسي وړ اتصالات

ننگرهار کې سخته زلزله شوې


نن د جمعې په ورځ د افغانستان په ختیځ کی دوې زلزلې وسوې او محلي چارواکو وویل چی لږ تر لږه ١٩ کسه په کی وژل شوي دي.

د امریکا د جیولوجیکي سروې اداره وایی چی لومړۍ زلزله د ٥،٥ درجو په قوت په محلي وخت د شپې په دوو بجو د ننگرهار د ولایت مربوط د هندوکش د غرونو په لړۍ کی چی د ا سیمه د پاکستان سره سرحد لري وشوه. او دوه ساعته وروسته یوه بله زلزله چی دومره قوي نه وه هم وشوه.

رپوټونه وایی چی په دې زلزله کی لږترلږه ١٠٠ کوره نړیدلي دي او کلیوال وایی چی د مړو شمیر به ۴٠ تنو ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG