د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان سره ٥ ملیارد ډالر مرسته کیږي


د نړۍ بسپنه ورکونکو هیوادو وروسته له هغه پاکستان ته د پنځو ملیارډ ډالرو مرستي وعده و کړه چی د هغه ملک جمهورئیس آصف علي زرداري تعهد وکړ چی د تروریزم سره جگړه به سخته کړی.

په هغه غونډه کی چی د پاکستان ددوستانو په نامه نن د جمعې په ورځ په جاپان کی جوړه شوې وه، گډون کونکووویل چی دا پیسې به د پاکستان د اقتصادي پرمختگ سره مرسته وکړی. امریکا او جاپان هر یوه د یو یو ملیارډ ډالرو مرستو وعدې کړي دي.

د پاکستان جمهوررئیس غونډي ته وینا وکړه او ویې ویل دی دې ته چمتو دی چی د القاعدې په شمول د اسلامي یاغیانو سره جگړه سخته کړی. هغه وویل چی د تروریزم سره د پاکستان جگړه د نړۍ د امنیت د پاره ډیره جدي ده او که موږ دا جگړه بایلوو نو ټوله نړۍ به یې بالوي.

په دې غونډه کی د ٢٥ ملکونو آستاځي برخه لري او چین، سعودي عربستان او ایران هم گډون په کی کړی دی او د نړۍ وال بانک له خوا یې ملاتړ کیږي.

XS
SM
MD
LG