د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د مهاجرو وزیر له ځانمرگه حملې بچ شو


د افغانستان د کابینې یو وزیر د نیمروز په ولایت کی د ځانمرگه بم چونکي د حملې نه بچ شوی دی. په دې حمله کی درې ملکي خلک وژل شوي دي.

د نیمروز والي غلام دستگیر آزاد وویل چی دوو ځانمرگو نن د جمعې په ورځ وغوښتل چی ددې ولایت په پایتخت زرنج کی هغي ودانۍ ته داخل سی چی د مهاجرینو وزیر کریم براهوي په کی اوسیده.

کریم براهوي امریکا غږ ته وویل، له مخکې یې معلومه کړې وه چې ځینې کسان دده پر کور باندې د حملې پلان لري.

مامورین وایي چی پولیسو دغه حمله کونکي وپیژندل او هغوی یې پرې نه ښودل چی دغي ودانۍ ته ننوځي او پر یوه تن باندي یې ډزي وکړې او هغه یې وواژه. بل ځان وژونکي د خلکو په منځ کی خپل بم خلاص کړ، درې ملکي خلک یې ووژل او درې نور یې زخمیان کړل. د مهاجرینو وزیر ته څه تاوان نه دی رسیدلی.

له بلي خوا د افغانستان په شمال کی د میمنې ښار ته نژدې د ناروي د استخباراتو یو مامور نن د سړک پر غاړه د بم په چاودنه کی وژل سوی دی. هغه په مزار شریف کی روغتون ته ورسول سو ، مگر هلته مړسو.

یو بل خبر وایی چی د ناتو دوه نور عسکر هم مزارشریف ته نژدې د ځان مرگه د موټر بم په چاودنه کی زخمي شوي دي. دا لا نه ده معلومه چی دا پېښه د لومړۍ پېښي سره مربوطه وه که نه.

او د امریکا اردو ویلي دي چی د کندهار د میوند په ولسوالي کی یې په یاغیانو باندي د شپې له خوا حمله وکړه او شپږ تنه یې په کی ووژل.

XS
SM
MD
LG