د لاس رسي وړ اتصالات

هنگو کې ځانمرگي ٢٠ تنه ووژل


د پاکستان پولیس وايي، یوه ځانمرگه نن د هنگو په ښار کې خپل موټر پو یوې امنیتي پوستې ور وست او لږ تر لږه ٢٠ تنه یې ووژل.

چارواکي وايي، په پیښه کې پولیس او پوځیان هم وژل شوي او لږ تر لږه ١٢ تنه نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان په همدې سیمه کې په دې وروستیو وختونو کې د افراطي عناصرو حملې زیاتې شوي دي. تندروان د پاکستان په پایتخت اسلام آباد او د لاهور او کراچئ او د ملک په نورو لویو ښارونو کې هم حملې کوي.

له بلې خوا، د امریکا یو عالي رتبه ډیپلومات وايي، په داسې حال کې چې پاکستان په ملک کې د تروریزم سره په جگړه اخته دی، له دغه ملک سره د څه باندې پنځه ملیارد ډالرو شوې مرسته کفایت نه کوي.

د سیمې لپاره د امریکا خاص استازي ریچارډ هالبروک وویل، دغه مرستې به له پاکستان سره د اقتصاد په رغولو او د افراطیانو په مخنیوي کې یوه څه مرسته وکړي خو ویې ویل چې د ملک اصلي ستونزه تر دې لویه ده.

هالبروک له هغه یوه ورځ ورسته خبرې کولې چې د جاپان په پایتخت ټوکیو کې د پاکستان سره د مرستو په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شو.

امریکا په دغه کنفراسن کې له پاکستان سره یوه ملیارد ډالره مرسته اعلان کړ. هالبروک وویل، په کنفرانس کې د ایران، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له خوا د مرستې اعلان دا معنی لري چې پاکستان مسئلې ته د یوې نړیوالې مسئلې په سترگه کتل کیږي.

خاص استازي هغو خطرونو ته اشاره وکړه چې د پاکستان په لویدیځو برخو کې میشتو د طالبانو او القاعدې سره تړلو عناصرو نړۍ ته پیښ کړي دي. هالبروک وویل د پاکستان پیښې د افغانستان پر مسئلې مستقیم اثر لري.

XS
SM
MD
LG