د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د نړۍ په امنيت ساتنه کې برخه اخلو


د ایران جمهور رئیس محمود احمدي نژاد وايي، ملک یې حاضر دی چې په نړیوال امنیت کې فعاله برخه واخلي. هغه د ایران د پوځ د کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې خبرې کولې.

ښاغلي احمدي نژاد وویل، د ایران پوځ د سیمې د امنیت ضمانت ورکولای شي او عسکر یې دې ته حاضر دي چې د نړۍ د بیلا بیلو برخو د امنیت په ټینگولو کې برخه واخلي.

د ایرانو د محصلینو خبري آژانس وايي، جمهور رئیس په رسم گزشت کې د ایران پرمختلي پوځي وسایل او امکانات معاینه کړل. احمدي نژاد همدارنگه مطبوعاتو ته ویلي چې ایران دا وخت د سیمې تر ټول غښتلی هیواد دی او دښمنانو یې ددې توان له لاسه ورکړی چې دوی تهدید کړي.

د ایران او لویدیځ ته منځ دا وخت د تهران د اتومي پلانونو پر سر جنجال روان دی.

لویدیځ وايي، ایران اتومي بم جوړوي خو ایران وايي، اتومي پروگرامونه یې د سولییزو هدفونو لپاره دي.

XS
SM
MD
LG