د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما له رخشانه صابری سره د اېران په سلوک ماېوسه شوېدی


سپېنه ماڼۍ واېې چې د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما په دې ډېر سخت ماېوسه شوېدی چې اېران امرېکا ېې خبرېاله رخشانه صابري د جاسوسۍ په تور محکومه کړېده.

رخشانه صابری، په اېران کې، د امرېکا لپاره د جاسوسۍ په تور، په اته کاله بند محکومه شوه.

د صابري وکېل د شنبی په ورځ ووېل چې دی به ددې فېصلی په مقابل کې مرافعه طلب شی او لوړې محکمی ته به خواست وکړی.

د امرېکا د جمهور رئېس براک اوباما د ملی امنېت د سلاکار مرستېال ډېنېس مکډانه ووېل چې امرېکا ېې خبرېالې صابری، ېوازې خپله د خبرېالۍ وظېفه سرته رسوله.

دامرېکا خارجه وزېرې هېلری کلنټن ووېل چې دامرېکا چارواکی به په بشپړ قوت او جدېت سره دغه اندېښنی داېران له حکومت سره د غور لپاره مطرح کړی.

رپوټ واېې چې ٣١کلنی صابری په اېران کې د څو خبری موسسو لپاره کارکاوه. هغه د سږکال د جنوری په اخره کې توقېف شوه. په اوله کې پرهغې داتور لگول شوی و چې په اېران کې د مطبوعاتو د موثقو اسنادوله لرلو نه پرته کارکوی.

د اېران چارواکی واېې چې صابری له خبرېالۍ نه د ېوې پلمی په توگه کاراخېست او په اصل کې ېې محرمانه معلومات د امرېکا استخباراتی ادارو ته ورکول.

رپوټ واېې داداسی تور دی چې دامرېکا چارواکېو بې اساسه او بې بنېاده گڼلی دی.

XS
SM
MD
LG