پاکستاني سخت دریځي ملا پرون خپلو زرها و ملاتړ کونکو ته چی د یوې لویی غونډې په ترڅ کی سره را ټول شوي و،وویل چې د پاکستان حکومت باید په سوات کی د اسلامي قوانینو د پلي کولو دپاره لا زیار وباسي.
د تحریک نفاذ شرعیه صؤفي محمد په منگوره کې چې په سوات کی مرکزي مهم ښار گڼل کیږي وویل، مامورینو ته پکار ده چی د عمل په ډگر کې دا قانون په بشپړه توگه پلي کړي.
صؤفي محمد وویل هغه او ملاتړ کونکی یید حکومت په واکمنۍ کی د مبارزه طلبۍ او یا لاس وهنې خیال نلري.
همدا صؤفي محمد و چی د پاکستان حکومت سره یی د طالبانو سره د سولې په بدل کې په سوات او شاو خوا سیمو کی د اسلامي قانون د پلی کولو د معاملې منځگړتوب په غاړه واخیست.