د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونو د نژادي تبعیض سره د مبارزې نړیوال کنفرانس پرانست


د نژادی تبعېض په برخه کې، د ملگرو ملتونو له کنفرانس سره د امرېکا او څو نورو هېوادونو له خوا نه مقاطعه شوېده.

دغه کنفرانس نن ددوشنبی په ورځ په جنېوا کې پېل شوېدی. دا وېره او اندېښنه موجوده ده چې د اېران جمهور رئېس احمدی نژاد به له دغه کنفرانس نه د اسراېېلو خلاف د کلکو انتقادونو کولو لپاره کار واخلی.

د ملگرو ملتونو سرمنشی بان کېمون په دې باندی چې امرېکا او مهم انډېوالان ېې په دې کنفرانس کې گډون نه کوی، خپله ماېوسی څرگنده کړه.

ددغه کنفرانس نقادان واېې هغو کسانو چې ددغه کنفرانس پلان جوړ کړی دی، هغوی کنفرانس ته په دې باندی تاوان اړولی دی چې د پرانېستنی د وېنا وخت ېې د اېران جمهور رئېس احمدی نژادی ته ورکړېدی.

هغه غږ کړی وچې اسرائېل دی ددنېا له نقشی نه نېست او نابود کړی شی.

فرانسه واېې چې دوی به په کنفرانس کې گډون وکړی خو که چېری اېران او نور هېوادونه له هغه نه د ېهودانو خلاف لفظی حملو کې کار واخلی نو له کنفرانس نه به ووزی.

اسراېېلو خپل سفېر له سوېټزرلېنډ نه هغه وخت راوغوښت چې د سوېس جمهور رئېس د اېران له جمهور رئېس احمدی نژاد سره ملاقات وکړ.

د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما ووېل ددی خطر موجود دی چې په مجلس کې به د اسراېېلو خلاف معاندانه نظرېات په داسی توگه وړاندی شی چې دی ېې ( په بشپړ ډول منافقانه او بې گټی بولی).

دبشری حقوق لپاره د ملگرو ملتونو عالی کمشنرې ناوېل پېلې ووېل چې دا په دې خبره بالکل ارېانه او ډېره زېاته ماېوسه شوه چې امرېکا دا فېصله کړېده چې په دې کنفرانس کې گډون ونکړی.

نورهېوادونه چې په دغه کنفرانس کې برخه نه اخلی په هغو کې نېدرلېند، پولېنډ، استرالېا، کاناډا، اسراېېل، جرمنی، اېتالېا او نېو زېلنډ شامل دی.

ډېر اسلامی هېوادونه چې پر اسراېېلو باندی انتقاد کوی د هغه څه په مقابل کې مصونېت غواړی او د هغه څه مخنېوی غواړی چې دوی ورته دغرب له خوا نه د اسلام سپکاوی واېې.

د مسلمانانو ددی غوښتنی دلېل دا دی چې په ٢٠٠٦ کال کې په اروپاکې ېو شمېر اخبارونو داسی کارتونونه خپاره کړل چې ډېر اسلامی حکومتونه هغه د اسلام پېغمبر ته توهېن امېزه بولی.

ملگرو ملتونو، دغه پنځه ورځنی کنفرانس ددی لپاره تنظېم کړېدی چې د هغه پرمختگ اندازه ولگول شی چې د نژادی تبعېض او له خارجېانونه دوېرې اوکرکې مساېل پکی شامل دي.

د جنوبی افرېقا په ډربن کې په ٢٠٠١ مېلادی کال کې دغه راز ېو جنجالی کنفرانس شوی و. امرېکا او اسراېېل له هغه کنفرانس نه په دې خاطر وتلی وو چې ېو شمېر گډون کوونکېو دا هڅه وکړه چې صهېونېزم او نژادی تبعېض له ېوبل سره اړوند وبولی.

XS
SM
MD
LG