د لاس رسي وړ اتصالات

په ننگرهار کی یوه زیاته اندازه مورفین تر لاسه شو


په کورنیو چارو وزارت کې د مخدره موادو سره دمبارزې د چارو مرستیال جنرال، محمد داود داود نن سه شنبه په کابل کی د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د ننگرهار د اچین ولسوالۍ څخه یو شمیر قاچاقبرانو د نیول کیدو او دری زرو کیلو گرامو مورفین د لا سه راوړلو خبر ورکړ.

هغه وویل دابرئ د افغان او نړیوالو قواو د گډو عملیاتو د زیار په نتیجه کې تر لاسه شو.

هغه وویل قاچاقبرانو دا مورفین په ډیره ماهرانه توگه د ځمکې لاندی د اچین په ولسوالئ کی چې د پاکستان سرحد ته نږدی سیمه ده پټ، ځای په ځای کړی و، تر څو د موقع په لاس ته راوړلو یی په هیرویینو بدل کړي.

جنرال داود وویل د افغانستان د اکثر ولایاتو څخه دا تریاک دغې سیمې ته رسول شوي و.

هغه په هلمند کی هم د دوه و نورو عملیاتو په اړه هم خبریالانو ته معلومات ورکړل.

XS
SM
MD
LG