د لاس رسي وړ اتصالات

د خوړو د ساتلو د نړیوال سیستم غوښتنه وشوه


د ایټالیې په شمال کې د اتو شتمنو هیوادونو د کرهنې وزیرانو د خپلې درې ورځنۍ غونډې په پای کې اعلان وکړ چې په کار ده د ضرورت وړ خوراکي موادو د ذخیره کولو د یوه نړیوال سیستم د جوړولو په اړه غور وشي.

په دغه غونډه کې د ځینو پر مختگ په حال کې هیوادونو آستازو هم گډون کړی و.

د کرهنې دغو چارواکو وویل، غواړي معلومه کړي چې د خوړو د ذخیره کولو یو نړیوال سیستم تر کومه حده په اضطراري حالاتو کې خلکو ته د خوراکي موادو په رسولو او د نرخونو د لوړېدو په مخنیوي کې مرسته کولای شي.

د ملگرو ملتونو د خوراک د ادارې رئیس جکویس ډیاف وویل، له دې آمله خوشحال دی چې د کرهنې چارواکي په دې باب غونډه کوي او دې خبرې ته د خلکو پام را اړوي چې نړیوالې ټولنې د د خوراکي موادو د کمښت د مخنیوي لپاره ډیر کار نه دی کړی.

دغه چارواکي وویل، لا تر اوسه د ملگرو ملتونو هغه هدف ته رسېدل ناممکن ښکاري چې غواړي تر ٢٠١٥م کال پورې په نړۍ کې د وږو خلکو شمیر نیمايي راکم کړي.

د ملگرو ملتونو د خوراک او زراعت اداره وايي، په تیر کال کې د خوراکي موادو د نرخونو لوړېدو ۴٠ میلیونه نور انسانان له لوږې سره مخامخ کړل او له دې سره اوس په نړۍ کې د محتاجو خلکو شمیر یو میلیارد ته رسیدلی دی.

له بلې خوا په نړۍ کې د خوراکي موادو د نرخونو د لوړېدو له آمله د نړۍ په ډیرو ملکونو کې خلکو مظاهرې کړي دي.

په غونډه کې د فرانسې او جرمني آستازو وویل، په کار ده چې په بازار کې د هغو شرکتونو مخه ونیول شي چې د خپلې گټې لپاره د خوراکي موادو د نرخونو د لوړولو کوښښ کوي.

د ایټالیې د زراعت وزیر لوکا ضیا وايي، په غونډه کې پریکړه وشوه چې په بازار کې احتکار د قیمتونو د لوړېدو او د لوږې د زیاتېدو سبب کیږي. د غونډې په پای کې په خپرې شوې اعلامیه کې د آزاد بازار په تقویه کولو هم ټینگار شوی دی.

په دغه غونډه کې د اتو سترو صنعتي هیوادونو کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیې، جاپان، برتانیې، امریکا او روسیې د زراعت د وزیرانو تر څنگ د پنځو پرمخ تلونکو صنعتي هیوادونو برازیل، چین، هند، مکسیکو او جنوبي افریقا د زراعت وزیرانو هم گډون درلود.

په دغه غونډه کې د ارجنټاین، استرالیا او مصر د وزیرانو برسیره د افریقايي اتحاد، د خوراک او زراعت د نړیوال پروگرام او د نړیوال بانک آستازو هم گډون کړی و.

د امریکا د کرهنې وزیر ټام ویلساک د خوراکي موادو خوندي کول د هر چا انساني فریضه ده او دا کار د نړۍ د اقتصادي پرمختگ او ثبات باعث کیږي.

XS
SM
MD
LG