د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي ویاند همایون حمید زاده وایي همدا اوس د افغانستان د دولت له خوا هغه هڅې روانې دي چی د ملگرو ملتونو د ممانعت له لیسټ څخه د یو شمیر وسلوالو مخالفینو نومونه لري شي.
هغه نن سه شنبه د یوه خبری ناستې په ترڅ کی دا خبره تایید کړه چی هو! د افغانستان د دولت او د وسلوالو مخالیفینو تر منځ مذاکرې شوی دی، خو د دې خبرو د څرنگوالی په اړه یی نور معلومات ورنکړل.
ښاغلی حمید زاده پدی خبري کنفرانس کی د راتلونکو انتخاباتو په اړه وویل جمهور رئیس حامد کرزي امر کړی چی هیڅ یوه دولتي اداره ددې حق نلري چې جمهوري ریاست ته د کوم کاندید په گټې کار وکړي.
هغه همدا رنگه وویل دولت غواړي اضافي بهرنۍ قواوې د افغانستان په سرحدی سیمو باندې ځای په ځای کړي.