د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو اوس په بونېر کی هم خپل موجودېت زېات کړی دی


پاکستانی مقامات واېې چه طالبانو اوس سوات سره نژدی په بونېر کی هم خپل موجودېت زېات کړی دی، او شاېد چه داکار ېې ددی لپاره کړی وی چی نوره خاوره هم ونېسی او خپل نفوذ پراخه کړی.

پاکستانی مامورېنو نن ووېل چه طالبانو د صوبه سرحد د بونېر په ضلع کی په لاری کې پاټکونه جوړ کړی دی او گزمی کوی.

بونېر د اسلام اباد نهېو سلو شپېته کېلومتره لری پروت دی.

طالبان دروانی مېاشتی په سر کی د ملاکنډ نه بونېر ته ورننوتل او کله چه محلی مقاماتو ورڅخه وغوښتل چه د بونېر نه دی ووځی نو ونه وتل او جنگ شروع شو.

ېو گڼ شمېر خلک په دغه جنگ کی دواړو خواو نه ووژل شول.

د پاکستان جمهور رېس اصف علی زرداریېو قانونلاس لېک کړی دی چه په ټول ملاکنْډ کی د اسلامی شرېعت د نافذولواجازه ورکوی.

دا قانون طالبانو سره د سولې د موافقې ېوه برخه وه چی د پاکستان حکومت ورسره لاس لېک کړی وه. امرېکا او ېو شمېر نور لوېدېز ملکونه په دغه موافقه باندی اعتراض کوی او واېې چه دتندروانوواک او نفوذ په سېمه کی نور هم پېاوړی کېږی.

په عېن وخت کی د بشری حقوقو امرېکاېې موسسه هېومن راېټس واچ گاېې چه اوس نو د پاکستان حکومت همدموسسې په وېنا دطالبانو له خوا په په ډېرو ناوړو سرغړونو کی کړکړ دی.

دا موسسه واېې چه طالبانو په سواتکی خپل کنترول او واک په عام محضر کی د خلکو د اعدامولو، په دورو باندی ېې دوهلو او جنکو دښوونځېو دسوځولو په وسېله نافذ کړی دی.

سړو ته اجازه نه ورکوی چه خپلی ږېری وخرېېې.

XS
SM
MD
LG