د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د افغانستان پوځ به په ټولو عملیاتو کې وي


د امریکا د دفاع د وزارت یو عالي رتبه چارواکی وايي، د افغانستان له ملي اردو سره له نږدې همکاري کوي چې د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي.

د امریکا د دفاع وزارت د پالیسئ د چارو معیینې میچل فلورنی پرون په واشنگټن کې یوې غونډې ته وویل، پنټگان په افغانستان کې د ایتلافي قواوو په عملیاتو کې د ملکي خلکو وژنې ته اندېښمن دی.

په دې وروستیو میاشتو کې ډیر کوښښ شوی چې حمله په نښه برابره وي، افهام او تفهیم زیات شي، د پیښو عاجل تحقیقات وشي او زیانمنو کورنیو ته تاوان ورکړل شي.

خو فلورنی اوس وايي، یوه نوې خبره اضافه شوې ده:

"یو کار چې په دې وروستیو هفتو کې اضافه شوی، مو د افغانستان د دفاع له وزارت او ملي اردو سره خبرې کړي دي، او دوی به د عملیاتو په ټولو برخو کې برخه ولري. له استخباراتي رپوټونو نیولې تر پلان جوړولو او د عملیاتو تر کولو پورې. موږ باید پخپله د افغانانو له ماهرتونو، پوهې او حساسیتونو نه استفاده وکړو او د ورانکارو په خلاف زموږ په دغو نویو اقداماتو کې ډیر حساس کارونه هم شامل دي".

فلورنی د هغه امریکايي مقاماتو له جملې نه ده چې د افغانستان او پاکستان لپاره د اوباما نوې ستراتیژي یې جوړه کړې ده.

هغې پرون وویل، امریکا له ځینو وسله والو مخالفینو سره د افغان حکومت د سولې د خبرو ملاتړ کوي خو هغې وویل، دا پلان تر هغو لوی بری لاستهنشي راوړای چې ایتلافي قواوو طالبانو او د هغوی ملاتړ کوونکو ډلو ته ماتې نه وي ورکړې.

په آینده دوو میاشتو کې ١٧ زره امریکايي عسکر افغانستان ته ځي او د همدې هدف لپاره به کار کوی. خو فلورنی وايي، دغه نوي عسکر به د افغانستان د عسکرو په روزنه کې هم مرسته کوي چې هغوی ژر د خپلو مسئولیتونو اخیستلو ته تیار شي.

د افغانستان، عراق او سیمې لپاره د امریکايي قواوو قومندان جنرال ډیویډ پټریاس تیره اونۍ په هارورډ پوهنتون کې خبرې کولې. پټریاس وویل، د امریکا خلک او پارلمان غواړي دد کال تر آخره یو عمومي معلومات وکړي چې د سیمې لپاره نوې ستراتیژي څه ډول کار ورکوي.

"موږ بایدیوه دقیقي ارزیابئ ته زمینه برابره کړو. موږ په دې کال کې په نظامي، مالي او ملکي برخو کې نور منابع هم په کار اچوو. موږ په دې عقیده لرو چې پرمختگ کولای شي. خو مخکې له دې چې حالات سم شي، ځنیې مشکلات به وي، عیناً لکه په عراق کې".

پټریاس او فلورنی دواړو وویل، د افغانستان د ملي اردو او په مجموع کې د افغان حکومت لپاره دا ډیره مهمه ده چې وښيي، دوی د خپلو خلکو خدمت په خپله کولای شي. فلورنی وویل، دا به ددې معنی ولري چې په افغانستان کې د اوباما د حکومت نوې ستراتیژي کار ورکوي.

هغې وویل، په پاکستان په خوا کې بیا همه خبره دا ده چې آیا د هغه ملک پوځ او حکومت ددې خبرې منلو ته آماده دي چې امریکا په قبایلو کې د تندرو ډلو په ځپلو کې مرسته وکړي او آیا پاکستان د امریکا په مرسته ددې توان لري چې ځايي خلکو ته کار وکړي او دې ته یې وهڅوي چې د تندروان له ملاتړ نه لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG