د لاس رسي وړ اتصالات

'ترکیی و نه شو کولای چی د سیاسی پناه غوښتونکی سره لازمه مرسته وکړی'


د بشری حقوقو ېوه موسسه واېې چه ترکېې ونه شو کولی چه دهغو خلکو سره لازم کومک وکړی او وېې ژغوری چه سېاسی پناه داخېستلو په منظور دغه هېواد ته ورځی.

دعفوی نړېوال سازمان په دی باب نن ېو راپور خپرو کړ او واېې چه ډېر خلک په خپلو ملکونو کی د ظلم او جبر نه تښتی خو کله چس ترکېې ته ورسېږی لاره ېې نېول کېږی او خنډونه ېې په لاره کی را پېدا کېږی.

د عفوی نړېوال سازمان واېې چی د سېاسی پناه غوښتونکی په ترکېه کی د ډېر سختو موانعو سره مخامخ کېږی او دروغتېا، سرپناه او کار نه محروم پاتی کېږی.

د عفوی نړېوال سازمان واېې چی د عمل دهغو نړېوالو مکلفېتونو او قوانېنونه ښکاره سرغړونه ده چه ترکېې لاس کړی دی.

دا راپور واېې چه ترکېه په دی باب ېو دوه مخی سېاست لری او د هغو خلکو ته په هېڅ ډول حقوقو نه قاېلېږی چی د ډېری بدی ورځی نه دغه هېواد ته ځانونه دسرپناه لپاره رسوی.

ترکېې د مهاجرو په باب نړېوال کانواسېون لاس لېک کړی دی خو د اروپاېې شورا نه بېرون دبل کوم هېواد وگړی د مهاجرو په توگه په رسمېت نه پېژنی.

XS
SM
MD
LG