د لاس رسي وړ اتصالات

ماویست یاغیانو نیول شوی مسافرین خوشی کړل


د هند په ختېح کی ماوېستی ېاغېانو دېوه اورگاړی په سلگونو مسافرېن خوشی کړل چه دعمومی انتخاباتو دوهمی مرحلی دشروع کېدلو نه ېې ېوه ورځ مخکی په ېرغمل ېې نېولی ؤ مطبوعاتی راپورونه د پولېسو له قوله واېې د هند د جارخند په صوبه کی نن تقرېبا دوه سوه ېاغېان ېو اورگاړی ته په زور ورننوتل او موټر وان ېې مجبور کړ چه د مسافرو نه ډک اورگاړی ېوه لاری پراته ښار ته بوځی.

پولېس واېې چه مسافرانو ته څه ضرر نه دی رسېدلی.

په ېوه بله پېښه کی نن ېاغېانو په بهار کی شپږو لارېو ته اور واچوه او ېو موټر وان ېې مړ کړ.

مارکسستی ېاغېانو چه د نکزلاېټس په نامه ېادېږی، په بهار کې ېې خپلی حملی زېاتی کړی دیاو غواړی چه روان پارلمانی انتخابات گډوډ کړی.

په هند کی د عمومی انتخاباتو دومه مرحله سبا شروع کېږی او په نځو مرحلو کی کی به په څلورو هفتو کی مکمل شی.

تېره هفته ېاغېانو په ېوه حمله کی نور لس کسان ووژل چی پولېس او د انتخاباتو دچارو مامورېن هم په کی شامل ؤ.

د هند صدر اعظم من موهن سنگ واېې چه ماوېستی ېاغېان د بل هر چا په نسبت دهند کورنی امنېت د ډېر سخت او جدی خطر سره مخامخ کو ماوېستان دهند په دېالسو صوبو کی فعال دی او زرگونو خلک ېې تر اوسه پوری وژلی دی.

XS
SM
MD
LG