د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ـ ایران پر سرحد ایرانی صاحب منصب وژل شوی


د افغانستان او ایران تر منځ په سرحد کی ددواړو خواو د سرحدي محافظانو په ډزو کی یو ایرانی صاحب منصب وژل سوی او یو بل ایراني سرحدي محافظ افغاني قواو نیولی دی.

دا پېښه پرون د چهارشنبې په ورځ د نیمروز په ولایت کی شوې ده.

د افغانستان د سرحدي پولیسویوه قوماندان جنرال سیف الله حکیم د فرانسې خبري آژانس ته وویل چی دغه دوه ایرانیان څو ځله د خپل سرحد نه د افغانستان خاوري ته را واوښتل او د هغه خبرداري پروا یې ونه کړه چی د افغان قواو له خوا ورکړه سوی و. هغه وویل چی دغو دواړو په افغان سرحدي محافظینو باندی ډزي وکړې او دوی هم ځوابي ډزي پر وکړې.

د افغانستان او ایران امنیتي قواو ددې پېښي تحقیقات پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG