د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني طالبانو له بونیر نه په وتلو پیل وکړ


د پاکستان یو عالي رتبه حکومتي چارواکی وايي، طالبانو له بونیر نه په وتلو پیل کړی دی.

له دې نه مخکې د پاکستاني طالبانو یوه نطاق اعلان وکړ چې دوی موافقه کړې چی د هغي سیمي نه به ووځي چی ددې هفتې په سر کی یې نیولې وه.

دغه نطاق وویل چی د طالبانو لوړ رتبه چارواکي نن بونیر ته ځي چی خپلو هغو جنگیالیو ته چی د سوات د درې نه دغي سیمي ته راغلي دي، دا پیغام ورسوي.

یوه محلي مامور وویل په بونیر کی دیره طالبان په دې سیمه کی تر هغو پاته کیدلای سی چی په لارو کوڅو کی د گزمو نه لاس واخلي.

پاکستان دغې سیمي ته په سلهاو ملیشه عسکر وروسته له هغه ور واستول چی طالبانو پاټکونه اود تلاشۍ پوستې په کی جوړي کړې. بونیر د اسلام آباد نه تقریبا سل کیلو متره لیری دی.

داسی رپوټونه هم خپاره شوي دي چی طالبان د سوات د شنگلې ولسوالي ته هم رسیدلي دي.

امریکا د طالبانو ددې پرمختگ په باب ډیره سخته اندیښنه ښودلې ده. چارواکي وایی چی د ملکند په باب د پاکستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولي تړون به شاید طالبان زړور کړي وي چی داسي پرمختگونه وکړی.

دا تړون د طالبانو نه غواړي چی وسلې پر مځکه کښیږدي او په بدل کی یې په سیمه کی اسلامي شریعت نافذ کړی.

XS
SM
MD
LG