د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: عملیاتو کې په شلگونو طالبان وژل شوي


د پاکستان پوځ وایی چی امنیتی قواوی یوه نوی تهاجمی حمله دیکشنبی په ورځ په شمال غربی سیمه کی پیل کړیده. داکار یو څو ورځی وروسته له هغه نه کیږ ی چی طالبانو پایتخت ته نیژدی په موقتی ډول پرمختگ وکړ او د بونیر علاقه یی ونیوله.

پوځ وایی چی په دغو نښتو کی، یو قوماندان او په شلگونو نور طالبان وژل شویدی.

رپوټ وایی چی یو عسکر هم په دغو نښتو کی وژل شویدی. په ملکنډ کی د دیر کوزه برخه هم شامله ده اوملکنډ د صوبه سرحد یوه غټه اولسوالی ده.

دپاکستان جمهوررئیس اصف علی زرداری داسلامی قانون نفاذ له طالبانو سره د یوه جنجالی تړون د لاسلیک کولو په ضمن کی منظور کړ.

ددغه تړون یوه ماده داهم ده چی جنگیالی به وسله پر زمکه کیږدی خوداکار تراوسه پوری ندی شوی. یوازی یو څو ورځی مخکی توند لارو طآلبانو د سوات په دره کی خپل سنگر پریښود او په موقتی ډول بونیر ته ورننوتل. بونیر له اسلام اباد ته سل میله لیری پروت دی.
دسوات جنگیالی د جمعی په ورځ له بونیر نه ولاړل خو ځایی طالبان په بونیر کی پاتی شول. دطآلبانو یوه نطآق مسلم خان امریکا غږ ته وویل چی د سوات طالبان ددی لپاره له بونیر نه ولاړل چی دا اندیښنه ورسره وه چی هلته ددوی پاتی کیدل د سولی وروستی تړون له خطر سره مخامخولی شی. د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیانی د جمعی په ورځ وویل چی پوځ به افراطیانو ته دا اجازه ورنکړی چی خپل شرایط پر حکومت باندی تحمیل کړی او یا د خپل ژوند لاره په مدنی ټولنه باندی ور وتپی. دامریکا چارواکیو د پاکستان د حکومت او سخت دریخه ملا صوفی محمد تر منځ په دغه تړون باندی په دی خاطر اعتراض کړی چی دا افراطیانو ته د تسلیمیدلو مانا لری.

XS
SM
MD
LG