د لاس رسي وړ اتصالات

وزیرستان: لاسي بم د یوې کورنۍ ۶ کسان ووژل


د صوبه سرحد چارواکی وایی چی دیوی کورنۍ شپږ کسان، دیکشنبی په ورځ هغه وخت ووژل شول چی دهغوی په موټر کی یی لاسی بم وچاود.

چارواکی وایی چی د شمالی وزیرستان په قبیلوی سیمه کی په یوه کورنۍ کی خاوند، میرمن او دهغوی څلورماشومان سمدلاسه دلاسی بم په دغه چاودنه کی ووژل شول.

څلور تنه نور په دغه چاودنه کی زخمیان شول. چارواکی وایی چی دوی په دی نپوهیږی چی دغی کورنی لاسی بم له ځان سره درلود او که چاورته ایښی و.

دیکشنبی په ورځ دولس ماشومان په شمالی غربی پاکستان کی هغه وخت ووژل شول چی هغوی په یوه بم باندی دلوبو دکولو یوی وسیلی گومان وکړ اولوبی یی ورسره کولی. دځایی پولیسو قوماندان سید زمان وو یل چی په کوز دیر کی دیوه ښونځی ماشومانو د فوټبال د لوبی د توپ په څیریوه گرده آله، خپل ښوونځی ته نیژدی پیدا کړی وه او لوبی یی ورسره کولی.

رپوټ وایی دانده معلومه چی دا بم هلته په لوی لاس کیښودل شوی و او که په تصادفی ډول هلته پاتی شوی و.

XS
SM
MD
LG