د لاس رسي وړ اتصالات

ایتلاف: د لوگر په عملیاتو کې ۴ یاغیان وژل شوي


په افغانستان کی د امریکا اردو وایی چی افغان او ائتلافي قواو د لوگر په ولایت کی د عملیاتو په وخت څلور تنه وژلي او یو یې ژوندی نیولی دی.

د اردو په یوه بیانیه کی چی نن د پنجشنبې په ورځ خپره شوې ویل سوي دي چی عسکر په کلیوالو سیمو کی په یاغیانو پسې گرځیدل چې پیدا یې کړی، خو په دې وخت کی د دواړو خواوو تر منځ جگړه وسوه.

یو سړی تسلیم سو او نور ووژل سول. دډزو په وخت کی یوه ښځه چی کوم ځای کی ولاړه وه هم زخمي سوې ده او ژر نژدې روغتون ته د علاج د پاره ورسول سوه.

XS
SM
MD
LG