د لاس رسي وړ اتصالات

ایتلاف: زابل کې ١٥ یاغیان او ختیځ کې ٥ خارجي عسکر وژل شوي


د امریکا او ناټو مقاماتو ویلي دي چې د افغانستان په ختیځ کې د تندروانو په یوې حملې کې د درې امریکایانو په شمول پنځه خارجي عسکر وژل شوي دي.

چارواکي وايي، یوې ډلې تندروانو چې راکټونه ورسره وو، د افغان او نړیوالو قواوو په یوې گډې گزمې حمله وکړه. عسکرو ځوابې ډلې وکړې او د هوايي قوې نه یې مرسته وغوښتنه.

رپوټ وايي، حمله کوونکي له سیمې ته وتلي او د عسکرو تر تعقیب لاندې دي. د نورو وژل شویو عسکرو هؤیت او د پیښې دقیق ځای نه دی ښودل شوی.

له بلې خوا، په افغانستان کی د امریکا اردو ویلي دي چی افغان او ائتلافي قواو د زابل په ولایت کی د عملیاتو په وخت ١٥ یاغیان وژلي دي.

د اردو په یوه بیانیه کی نن د جمعې په ورځ ویل شوي دي چی عسکر د ارغنداب په ولسوالي کی په خپل لار روان وو او غوښتل یې د سیمي د مشرانو سره وگوري او په امنیتي مسالو باندی خبري ورسره وکړی چی وسله والو کسانو حمله پر وکړه. عسکرو په دې پېښه کی په هغوی کی یو تن وواژه.

او کله چی عسکرو د یو بل ځای تلاشي کوله، نو په دوی باندی بله حمله وسوه. اردو وایی چی عسکرو دغه وسله وال سړي تر هغه ځای پوري تعقیب کړل چی کوم غار ته یې چی د پټیدو ځای یې و، ځانونه رسول، خو په دې وخت کی یې په هغوی کی ١۴ کسه ووژل او ١٢ تنه یې زخمي کړل.

امریکا په نظر کی لري چی افغانستان ته ٢١ زره نور عسکر هم واستوي چی په هغه ملک کی د یاغیانو د مخ په زیاتیدونکو حملو مخنیوی وکړی.

XS
SM
MD
LG