د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د طالبانو سره جگړه روانه ده


طالبانو په داسی حال کی د پاکستان د امنیتي چارو لس کسان یرغمل نیولي دي چی اردو په صوبه سرحد کی په هغوی باندی غټو حملو ته زور ورکړی دی.

چارواکي وایی چی څه د پاسه پنځوسو یاغیانو نن د جمعې په ورځ په بر دیر کی د عسکرو په یوې قرارگاه باندی چپاو وروړ. دا یوه د هغو سیمو نه ده چی حکومت زیاتي قواوي ورلیږلي دي.

نن څلورمه ورځ ده چی په دې سیمه کی د پاکستان د حکومتي قواو او طالبانو تر منځ جگړې رواني دي.

د امریکا د اردو لوړرتبه مامورینو د تندرو طالبانو په مقابل کی د پاکستان د حکومتي قواو ددې حملو هرکلی کړی او ویلي یې دي چی اسلام آباد په هغو گواښونو ښه پوهیږي چی ددغو یاغیانو له خوا ورته متوجه دي او په جواب ویلو یې پیل کړی دی.

د امریکا ددفاع وزیر رابرټ گېټس او د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلینټن دا تبصره پرون د امریکا د کانگرس یوې جرگه گۍ ته چی په افغانستان او عراق کی د جگړو د لگښتونو په بودجو باندی غور کوي، وکړه.

هیلري کلینټن وویل چی دا په دې خوشحاله ده چی گوري د پاکستان اردو طالبان بیرته په شا تمبوي، او هغې په دې باب ډاډ څرگند کړ چی پاکستان کولای سی چی د خپلو ذروي وسلو حفاظت او ساتنه وکړی.

XS
SM
MD
LG