د لاس رسي وړ اتصالات

ایران او کیوبا: امریکا پر نورو تروریستي ټاپې نشي وهلای


د کیوبا او ایران چارواکي وایی چی امریکا دا صلاحیت نه لري چی نور ملکونه په تروریزم ملامت کړی.

د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر برونو راد ریگیز او د ایران د بهرنیو چارو وزیر منوچهر متکي نن د جمعې په ورځ په هاوانا کی د ملاقات په وخت په امریکا باندی په دې سخت انتقاد وکړ چی ددوی هیوادونه یې په هغه لیست کی نیولي دي چی د تروریزم ملاتړ کوي، او راد ریگیز امریکا « بین المللي مجرمه » وبلله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړۍ وال تروریزم په باب په خپل کلني رپوټ کی ویلي دي چی ایران داسی یو هیواد دی چی د ٢٠٠٨ کال په ټوله موده کی یې په خاص ډول د تروریزم ملاتړ کړی دی.

په رپوټ کی ویل سوي دي چی د ایران د قدس قوې د لبنان د حکومت د ړنگولو او د اسرائیلو په ضد مبارزې د پاره د لبنان حزب الله ته وسلې او پیسې ورکړی او د غړو روزنه یې کړې ده.

په دې سند کی دغه راز کیوبا، سوډان او سوریه هم د تروریزم د ملاتړکونکو هیوادو په توگه یاد سوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر متکي د غیر منسلکو هیوادو په غونډه کی د گډون کولو د پاره کیوبا ته تللی و.

د امریکا د قانون له مخي ددې ملک د بهرنیو چارو وزارت باید هر کال د بین المللي تروریزم په باب د امریکا کانگرس ته رپوټ برابر کړی.

XS
SM
MD
LG