د لاس رسي وړ اتصالات

گل آغا شیرزی له کاندیدېدو تیر شو


د ننگرهار والي گل آغا شیرزی چې د جمهوري ریاست په آینده انتخاباتو کې د جمهور رئیس کرزي یو سخت رقیب گڼل کېده، انتخاباتو ته له ځان کاندیدولو نه تیر شوی دی.

ښاغلي شیرزي نن خبریالانو ته وویل چې له جمهو رئیس کرزي سره یې له یوه خصوصي ملاقات وروسته پریکړه کړې چې له خپل کاندیدېدو تیر شي.

گل آغا شیرزي همدارنگه ویلي، غواړي د ننگرهار له ولایت نه هم استعفی وکړي خو د هغه استعفی جمهور رئیس نه ده منظور کړې.

جمهور رئیس کرزي په یوې خپرې شوي بیانیې کې د ښاغلي شیرزي دغه اقدام د یووالي د تقویه کولو په لور مهم گام گڼلی دی.

گل آغا شیرزی له دې امله ستایل کیږي چې له کندهار نه یې د طالبانو په ایستلو کې له امریکا سره مرسته کړې ده. د هغه په باب دا هم ویل کیږي چې د کندهار د والي په توگه یې په دغه ولایت کې د کوکنارو د کر او کاروبار مخه نیولې وه.

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما تیر کال افغانستان ته د سفر پر وخت له ښاغلي شیرزي سره په جلال آباد کې وکتل.

له بلې خوا، د امریکا پوځ وايي، ایتلافي او افغان عسکرو د هلمند په ولایت کې په عملیاتو کې پنځه تندروان وژلي دي.

د پوځ په یوې خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې، ویل شوي، ایتلافي او افغان عسکرو د نهر سرخ په سیمه کې گزمه کوله چې وسله والو ورباندې حمله وکړه. خبرپاڼه وايي، افغاني عسکرو په سیمه کې د تالاشئ په نتیجه وسلې پیدا کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د کندهار په ولایت کې په یوې هوايي بمبارئ کې لږ تر لږه شپږ تندروان وژل شوي دي.

همدارنگه د تشدد په یوې جلا پیښه کې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د سرک د غاړې د یوه بم په چاودنه کې د هرات د فرسی د ولسوالۍ امنیه قومندان او د هغه محافظ وژل شوی دی. په پیښه کې شپږ نور پولیس زخمي شوي دي.

د جمعې په ورځ، د کنړ په ولایت کې د وسله والو د حملې په نتیجه کې درې امریکايي او دوه د لاتویا عسکر وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG