د لاس رسي وړ اتصالات

مومندو ایجنسئ کې د طالبانو او پاکستاني پوځ جگړه


د پاکستان چارواکي وايي، عسکرو یې نن د افغانستان سرحد ته نږدې په قبایلي سیمه کې له طالبانو سره جگړه کړې ده، ١٦ تندروان او دوه عسکر وژل شوي دي.

چارواکي وايي، جگړه هغه وخت پیل شوه چې وسله والو د مومندو په سیمه کې پو یوې امنیتي پوسته باندې حمله وکړه. په دغه سیمه کې اکثره وخت د عسکرو او تندروانو تر منځ جگړې پیښیږي.

له بلې خوا، د پاکستان پوځ د سوات په شاووخوا سیمو کې هم له طالبانو سره په جگړه اخته دی. چارواکي وايي، د څو ورځو راهیسې په روانه دغه جگړه کې ١٧٠ تندروان او لږ تر لږه ٢ پولیس وژل شوي دي.

پاکستان هغه وخت په عملیاتو لاس پورې کړ چې طالبانو له حکومت سره د سولې تړون مات کړ او د پایتخت اسلام آباد ١٠٠ کیلومترئ ته یې پرمختگ وکړ.

د سیمې چارواکو پرون د جمعې په ورځ د طالبانو له خوا د سولې پر تړون باندې د امضا کوونکي سخت دریځې ملا صوفي محمد سره وکتل. دوی تمه وښوده چې د روانو جگړو سره سره به په سیمه کې د شرعي محکمو له جوړېدو سره د سولې تړون عملي شي.

XS
SM
MD
LG